د امریکا سفارت د هوايي بریدونو په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې رد کړې

په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس ویلسن

په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس ویلسن په هلمند او فراه کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو د څرنګوالي په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړي.

ویلسن په دې اړه په یوه ټویټ کې د امریکايي ځواکونو د ویاند ډګروال ساني لګیټ د وروستیو څرګندونو ملاتړ ښودلی.

راس ویلسن زیاته کړې چې طالبانو په خپلو بریدونو سره د ګڼو خلکو ژوند واخیست او زرګونه کسان یې بې ځایه کړل.

هغه ویلي کله چې تاوتریخوالی کم او ختم شو د سولې پروسه چې افغانانو ورته اوږد انتظار ایستی مخته تلی شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت یکشنبه د ویلسن تر څرګندونو مخکې ویلي و چې په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ شوي او د دوحې له تړونه سرغړونه نه‌ده.

هغه په خپل ټوېټ کې ویلي: "د طالبانو ادعاوې چې ګواکې دغو بریدونو د دوحې تړون مات کړی ردوو، په هلمند او فراه کې موږ د افغان ځواکونو په ملاتړ بریدونه کړي او کوو یې ځکه هغوی د طالبانو له بریدونو سره مخ شوي."

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو په هلمند او فراه کې ګڼې هوايي حملې کړي او د دوحې له تړون یې سرغړونې کړي.

احمدي ګواښ کړی چې د دغو بمباریو د عواقبو مسؤلیت به امریکا راجع وي.