د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی يې د تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.
په دې اړه د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې د کابل د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند سیمې نه راخوشې شو.
په اعلامیه کې راغلي دي چې له دې پېښې سره د تړاو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.