د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په بمونو الوځول شوی پل د وسله والو مخالفینو کار بولي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته د سره رود په فتح اباد سیمه کې د لویې لارې یو پل په بمونو الوځولی دی.
خوګیاڼي په مشخص ډول نه دي ویلي چې د پل الوځوونکي څوک یا د کومې ډلې وسله وال دي.
ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی خو لاره یې د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو او مسافرو د تګ راتګ پروړاندې تړل شوې وه.
دغه پل د ننګرهار حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو او د سره رود ولسوالۍ ځینې سیمې له مرکز جلال اباد سره تړلې وې.
د مسؤلینو په خبره، اوس لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې او د یاد پل د اساسي جوړونې لپاره پلان ترتیب شوی دی.
د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی .