په بلاروس کې اعتراض کوونکو د چارواکو له ګواښ سره سره نن یو لاریون پلان کړی.
اعتراض د الکساندر لوکاشینکا د اقتدار پر ضد دی، خو حکومت پر لاریون کوونکو د ډزو ګواښ کړی دی.
بلاروس له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د الکساندر لوکاشینکا د واک پر ضد د اعتراضونو او لاریونونو ډګر ګرځېدلی.
لاریونونه د اګست د نهمې نیټې له ټاکنو وروسته پیل شوې، هغه ټاکنې چې پایله کې یې لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان شو، خو مخالفین یې وایي، دی په درغلیو بریالی شوی دی.
، چې لېتوانیا ته تښتېدلې، د بریا ادعا کوي چې پلویان یې او یو شمېر نور کسان هم ورسره همغږي دي.
د لوکاشینکا سیاسي مخالفه او ټاکنو ته نومانده سویتلانا تیخانوفسکایا
تیخانوفسکایا او پلویانو یې دا اونۍ خپل فشار زیات کړ او لوکاشینکا ته یې ضرب الاجل وټاکه چې د اکتوبر تر ۲۵مې له واکه لرې شي، که نه د دوی په ټکو ولس به یې په وړاندې راپاڅېږي.
اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو دا رد کړې چې لوکاشینکا دې د بلاروس د مشروع مشر په توګه ومني.
پرون شنبه هم پلازمېنه منسک کې لسګونه ښځو اعتراض وکړ چې د بشري حقونو د یوه بنسټ ویاسنا په وینا، پولیسو ترې شاوخوا دیرش تنه ونیولې.
نن د اکتوبر په اتلسمه هم ټاکل شوې زرګونه کسان منسک کې لاریون وکړي، دا د هغو لاریونونو لړۍ ده چې هره یکشنبه ترسره کېږي.
دغلته پرون چارواکو ګواښ وکړ چې پر لاریون کوونکو به ډزې وکړي.
له دې وړاندې د بلاروس د کورنیو چارو مرستیال وزیر ګواښ کړی و چې که اړتیا پېښه شي، پر لاریون کوونکو به ځانګړي تجهیزات او وژونکې وسلې وکاروي.
امنیتي ځواکونو تراوسه د لاریونونو پر ضد یوازې د اوبو توپونه، ربړي ګولۍ او بې حسه کوونکي لاسي بمونه کارولي دي.