ارمنستان او اذربایجان یو او بل د تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړل

د اذرباییجان دفاع وزارت د ارمنستان ځواکونه تورن کړي، د تماس پر هغه کرښه چې دواړه سیال لوري سره جلا کوي، د هاوان ډزې کړې دي. 

ارمنستان او اذربایجان یو او بل په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د جګړو د درېدو په هدف له لګول شوي تازه اوربنده په سرغړونه تورن کړ.

د بشري چارو په خاطر دغه اوربند له تېرې شپې راهیسې نافذ شوی و.

د ارمنستان دفاع وزارت یوې ویاندې وویل، چې نن سهار وختي د دوی «د دښمن له اړخه» د توغندیو او توپونو ډزې شوې دي.

بلخوا د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان ځواکونه تورن کړي، د تماس پر هغه کرښه چې دواړه سیال لوري سره جلا کوي، د هاوان ډزې کړې دي.

دا تورونه په داسې حال کې پورې کېږي، چې تر دې څو ساعته مخکې ارمنستان او اذربایجان ویلي وو، چې دوی پر یوه نوي اوربند موافقه کړې ده.

د اوربند په مخکینۍ موافقه کې، چې تطبیق نه شوه، د اوربند موده ۷۲ ساعته ټاکل شوې وه.

د نوګورنو قره باغ جګړه نږدې درې اوونۍ مخکې د سپټمبر پر ۲۷ مه پیل شوه او تر اوسه په کې سلګونه تنه پوځیان او لسګونه ملکیان وژل شوي دي.