عبدالله عبدالله تهران ته لاړ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د سولې د هلو ځلو په لړ کې نن سهار تهران ته لاړ.

ښاغلی عبدالله تر دې وړاندې پاکستان او هند ته تللی و.

د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو څانګه وايي، د دې شورا رئیس به په تهران کې د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې بهیر، د دوحې د خبرو، په افغانستان کې د سولې د هڅو د سیمه‌ییز ملاتړ او د اجماع پر اړتیا خبرې وکړي.