'ملګرو ملتونو پر ایران د متعارفو وسلو د پلورلو بندیز پای ته ورساوه'

د ایران بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو نن د اکټوبر په ۱۸مه د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پر اساس پر دغه هېواد د متعارفو وسلو د پلورلو بندیز پای ته ورساوه.

دا وزارت وايي چې پر ایران د بندیز پای ته رسېدا په یوه اعلامیه کې اعلان شوې او ورسره اسلامي جمهوریت ته او یا ورڅخه د وسلو پر انتقال، ورسره تړلو فعالیتونو او مالي خدماتو باندې بندیزونه پای ته رسېدلي دي.

په تیوري کې ایران کولای شي چې د ټانکونو، جنګي الوتکو او لویو توپونو په شان متعارفې وسلې رانیسي یا وپلوري.

امریکا پر ایران د وسله‌وال بندیز د پای ته رسېدو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ایران نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي.