د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزارتونو هممهاله اعلان وکړ چې د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخهیې د بشري چارو په خاطر موقت اوربند کړی دی.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په ورته اعلامیو کې د مېنسک ډلې د مشرانو د اکټوبر د لومړۍ او ۱۵مې نېټو ګډو اعلامیو او د اکټوبر په ۱۰مه د اوربند لپاره د دوو هېوادونو مخکېنۍ موافقې ته اشاره کړې، ویلي یې دي چې دا اوربند به د بشري مرستو لپاره وي.
نه اذربایجان او نه ارمنستان د اوربند د مودې په اړه څه ویلي، خو په مخکېنۍ موافقه کې چې تطبیق نهشوه، د اوربند موده ۷۲ ساعته ټاکل شوې وه.
د نګورنو قرهباغ جګړه نږدې درې اوونۍ (د سپټمبر ۲۷مه) مخکې پیل شوه او تر اوسه پهکې سلګونه تنه پوځیان او لسګونه ملکیان وژل شوي دي.