د بلاروس پلازمېنه مېنسک کې لسګونه ښځو پر الکساندر لوکاشینکا د فشار راوړلو په هدف مظاهره وکړه.
پرونۍ مظاهره له پخوانیو هغو وړه وه.
پر تلګرام او نورو ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې پولیسو یو شمېر مظاهرهچیانې نیولې دي.
بلاروس کې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي، پولیسو د شنبې په ورځ لږترلږه ۱۵ ښځې نیولې دي.
بلاروس کې د اګسټ د نهمې نېټې له انتخاباتو وروسته اعتراضونه پيل شوي دي.
دغلته د حکومت مخالفه کاندیده سویتلانا تیخانوفسکایا وایي چې دا ټاکنې دې ګټلې دي.