ګلبدین حکمتیار پاکستان ته ځي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

پاکستاني چارواکو دغه هېواد ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د سفر خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې حکمتیار به سبا دوشنبه په درې ورځني سفر پاکستان ته روان شي.

ده ویلي چې حکمتیار به د بهرنیو چارو له وزیر، ولسمشر، صدراعظم او د پارلمان له مشر سره وګوري او هم به هلته یوه فکري بنسټ (تینک تنک) ته وینا وکړي.

خپله ښاغلي حکمتیار لا پاکستان ته د سفر په اړه څه نه‌دي ویلي.