په فرانسه کې د یوه ښوونکي د قتل په تړاو نهه کسه نیول شوي دي.
څلور تنهیې د برید کوونکي خپلوان دي چې یو ماشوم هم پهکې دی. د پولیسو سرچینې وایي دا کسان تر برید څو ساعته وروسته ونیول شول.
د سرچینې په خبره پنځه نور کسان د شپې پر مهال نیول شوي چې د همدې ښوونځي چې ښوونکی یې ووژل شو، د دوو زدهکوونکو میندې او پلرونه پهکې شامل دي.
پرون د سیمې په وخت شاوخوا پنځه بجې د پاریس په څنډو کې یوه متوسطه ښوونځي ته نږدې یوه نامعلومه برید کوونکي د همدې ښوونځي د تاریخ د ښوونکي سر پرې کړ.
د پولیسو سرچینې وایي دغه ښوونکي په دې وروستیو کې په ټولګي کې زدهکوونکو ته د اسلام د پیغمبر کاریکاتور ورښودلی وو او دا هغه څه دي چې مسلمانانیې سپکاوی بولي.
برید کوونکی د پولیسو په ډزو ټپي شوی وو، خو وروستهیې ساه ورکړه.
ځیني موندل شوي اسناد ښیي چې برید کوونکی ۱۸ کلن وو او په مسکو کې زېږېدلی وو. تحقیقات ښیي چې دا ځوان په اصل کې د چچن سیمې وو، خو لا هم تحقیقات بشپړ شوي نهدي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون دا یو ترورېستي عمل ګڼلی.