بغلان چارواکي: د طالبانو د استخباراتو مرستیال نیول شوی

آرشیف

د بغلان چارواکي وایي په دې ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نیولی دی.

د بغلان امنیه قومندانۍ ویلي چې قاري صلاح الدین د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

دا عملیات د جمعې په ورځ شوي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وایي: "د طالبانو د استخباراتو مرستیال قاري صلاح الدین (له خپلو ملګرو سره) غوښتل د لارو په اوږدو کې له خلکو پیسې واخلي او هم امنیتي ځواکونو ته کمین ونیسي، له پنځو ملګرو سره ونیول شو، له دوی څخه پنځه میله وسله هم ترلاسه شوې ده."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بغلان د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی چې طالبان یې په ځینو برخو کې فعالیت کوي.