اوبراین: له افغانستانه د ۲۰۲۰ کال تر پایه ټول امریکايي سرتېري نه‌وځي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وایي، په افغانستان کې ټول دېره امریکایي سرتېري د روان میلادي کال په وروستیو کې له دې هېواده نه وځي.

رویترز خبري آژانس راپور وایي چې اوبراین دا خبره د جمعې په ورځ د اسپین انسټېټوټ ته په یوه ویډیویي کنفرانس کې کړې ده.

اوبراین زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې ۲۵۰۰ ته راکمېږي.

دی زیاتوي: "که د افغانانو ترمنځ خبرې ښې پر مخ ولاړې شي، تر دې به هېڅ عالي خبره نه‌وي چې له کرسمس مخکي خپل ځواکونه راوباسو. اوس‌مهال موږ له خپلو اروپایي متحدینو سره په یوه لاره یو، یوځای افغانستان ته ولاړو او یوځای به ورڅخه راوځو."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ شاوخوا دوه اونۍ دمخه په یوه ټویټ کې ویلي چې غواړي ټول امریکایې سرتېري د کرسمس تر جشنه له افغانستانه وباسي.

د کرسمس جشن ته څه باندې دوه میاشتې وخت پاتې دی.

رابرټ اوبراین ویلي د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې یو واقعیت نه بلکې یوه هیله ده.