د سالنګ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر او ۲ نور پولیس وژل شوي

ارشیف

د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر سمونیار جمال الدین نن ووژل شو.

د پروان د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل چې د نوموړي پر موټر د سړک د غاړي ماین وچاودېد.

د ښاغلي هاشمي په خبره په دې پېښه کې دوه نور پولیس هم وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار د سالنګ ولسوالۍ په للمه سبزک سیمه کې شوې ده.

د دې پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.