د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ښايي سږکال به د جلغوزو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښیې چې سږکال به د جلغوزو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راشي.
تېر کال د جلغوزو حاصلات ۲۳ زره ټنه وو.
خوست، پکتیا، پکتیکا،کونړ او ننګرهار له هغو ولایتونو دي چې په کې د جلغوزو ډېر حاصلات کېږي.
د کرنې وزارت وايي، د جلغوزو حاصلات ځکه زیات شوي چې د پروسس او بازارموندنې لپاره ډېر کار شوی دی.
د کرنې وزارت وايي، تر دې وروسته به د افغانستان په مارک جلغوزې بهر ته صادر شي.
دغه وزارت وايي، سږ کال له چین سره د جلغوزو قرارداد شوی او هڅه روانه ده چې نورو هېوادونو سره هم تړون وشي.