افغان چارواکي: د سوداګرو او پانګه والو ستونزې به حل شي

ارشیف

د افغانستان د ټرانسپورټ سرپرست وزیر ډاډ ورکوي چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

قدرت الله ذکي نن شنبه د ټرانزیټ او ټرانسپورټ ملي ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې په لویو لارو کې د غیر قانوني پیسې اخېستل او یو شمېر هېوادونو سره ګمرکي ستونزو په تړاو ورته د سوداګرو ګڼ شکایتونه رسېدلي دي.

له بلې خوا یو شمېر سوداګرو او پانګه والو په دغه غونډه کې وویل،چې د چابهار او لاجورد لارې پرانېستل شوي خو تراوسه په دې لار کې سوداګریزې راکړې ورکړې نه دي شوي.

دوی وايي، سوداګریزه راکړه ورکړه ځکه نه ترسره کېږي چې افغان حکومت تراوسه قانوني پړاونه نه دي ترسره کړي.

دامهال د افغانستان ۹۰ سلنه سوداګریزه راکړه ورکړه او ټرانزیټ د ځمکې له لارې ترسره کېږي.