امرالله صالح: د څو اونیو لپاره د کابل امنیتي چارې پر خپله غاړه اخلم

امرالله صالح

امرالله صالح ویلي سر له نن نه د څو اوونیو لپاره د پلازمینې کابل امنیتي چارې مستقیماً په خپله مخته وړي.

د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال ښاغلي صالح دا خبره بیګا ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي.

د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې وسله والې غلاوې او شوکونې زیاتې شوي او په خلکو یې ژوند تنګ کړی.

ښاغلي صالح ویلي خلک دې ډاډه وي چې د ده په خبره د غلو، اوباشانو، قانون ماتوونکو، مجرمینو او د ځمکو د غاصبینو لېست مخکې له مخکې جوړ شوی او دی په هیچا ترحم نه کوي.

دا څو وروستۍ ورځې د کورنیو چارو وزارت هم هره ورځ د لسګونه هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې خلک لوټي.