هلمند کې جګړه اتمې ورځې ته وغځېده

په هلمند کې د افغان ځواکونو یو انځور

د هلمند ولایت چارواکي وایي، په نادعلي ولسوالۍ او باباجي کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي او هدف دا دی چې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیول شي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل د دغو عملیاتو په نتیجه کې د لښکرګاه اړوند ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې د مخالفینو خوځښتونه شنډ شوي.

هغه زیاته کړه چې پوځیان د لا پرمختګ لپاره له لویو او وړو لارو ماینونه هم پاکوي څو د تګ راتګ جوګه شي.

هغه زیاتوي: "د ماینونه پاکسازي روانه ده، کوم پلونه او پلچکونه چې په چاودنو کې وران شوي بېرته به ورغول شي څو لارې د خلکو او موټرو په مخ خلاصې شي."

په هلمند کې د افغان پوځیانو او طالبانو جګړه داسې وخت نن شنبه اتمې ورځې ته ننوتې چې طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې د تاوتریخوالي اندازه به راکموي.

په هلمند باندې د طالبانو برید د افغان لوړپوړو چارواکو له تُند غبرګون سره مخ شوې.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني پرون په یوه بیان کې د طالبانو بریدونه د نه منلو وړ بللي او غندلي یې دي.