آذربایجان د دوو اونيو لپاره ټولې ښوونيزې ادارې تړي

آرشیف

اذربایجان پریکړه کړې چې د اکتوبر له نولسمې د دو اونیو په مخه ټول ښوونیز بنسټونه وتړي.

دا ګام له هغه وروسته اخیستل کیږي چې دغه هېواد کې د کورونا ویروس ورځنۍ پیښې زیاتې شوي دي.

چارواکو نن وویل چې په پلازمېنه باکو کې به د مترو سیستم فعالیت هم ودریږي.

دغه هېواد کې تر پرونه پورې د کورونا د مثبتو پیښو شمېر څه باندې ۴۳ زرو ته رسیدلی و.