د قرغزستان پارلمان نوي ټاکل شوي صدر اعظم ته د واک لېږد تاېېد کړ

نوي ټاکل شوى صدر اعظم سدیر جپاروف

د قرغزستان پارلمان له پخواني ولسمشر نه نوي ټاکل شوي صدر اعظم سدیر جپاروف ته د واک لېږد تاېېد کړ.

دا ګام داسې مهال پورته کیږي چې هلته د اکتوبر د څلورمې له ټاکنو وروسته پراخو اعتراضونو هېواد له سیاسي کړکېچ او نامعلوم حالت سره مخ کړی و.

د دغو اعتراضونو له کبله ولسمشر سورونبای جاني بیکوف استعفا وکړه.

د پارلمان غړو په نننۍ غونډه کې هغه بیړنی حالت پای ته ورساوه چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پلازمېنه بشکېک کې اعلان شوی و.

نوی صدر اعظم جپاروف چې د اکتوبر په څورلسمه د پارلمان یوې ډلې غوره کړ، د خلکو په تښتونه محکوم و چې د اعتراضونو له کبله له زندانه خوشې شو.