روسیه: د بلاروس د سياسي مخالفانو مشره د پوليسو تر تعقیب لاندې ده

سویتلانا تیخانوفسکایا

روسیه وایي، بلاروس کې یې د سیاسي مخالفانو د مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا نوم د هغو کسانو په لست کې شامل کړی چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

روسي رسنیو نن( د اکتوبر ۱۶مه) د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په حواله ویلي چې دغه کار د روسیې- بلاروس د ګډې ټولنې د فعالیتونو له مخې شوی دی.

له دې مخکې بلاروس ادعا وکړه چې تیخانوفسکایا دغه هېواد کې د اساسي قانون پر بنسټ د رامنځته شوي نظم د ګډوډولو غوښتنه کړې ده.

تیخانوفسکایا په واضح ډول غوښتنه کړې چې الکساندر لوکاشینکا باید د اکتوبر تر ۲۵مې له واکه لرې شي که نه د هېواد په کچه به یې خلک په وړاندې را ولاړ شي.

نوموړې له ازادي راډیو سره مرکه کې چې نن خپره شوه ویلي، لوکاشینکو ته د خلکو د ضرب الاجل اعلان یوازې د دې نه، بلکې د ټولو مخالفو ګوندونو غوښتنه وه.