د هلمند بې ځایه شوي کورنۍ: مونږ سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې

د هلمند له جګړو د بې ځایه شویو کورنیو یو انځور

د هلمند له تازه جګړې بې ځایه شوي کسان وایي، تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

د کډوالو مشر محمد رامین وایي، نږدې اته زره کورنۍ بې ځایه شوي چې د مرستې لپاره یې د دغو کسانو سروې او نوملیکنه پيل کړې ده.

بې ځایه شوي وایي، که مرسته نه ورسره کېږي، دومره دې وشي چې سیمې یې له جګړې خلاصې او دوی بېرته کورونو ته ستانه شي.

د ازادي راډیو خبریال چې د جګړې پر وضعیت راپور جوړوي وايي، لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې یې د جګړې شدت هم یو څه کم شوی دی.