د ننګرهار د یوې غونډې ګډونوال: د جګړې د پلویانو پر وړاندې یو موټی شئ

ننګرهار کې د یوې غونډې انځور

د ننګرهار خلکو په یوه ولسي غونډه کې وویل چې د سولې په خبرو کې ځنډ د جګړې تودېدو او د وینو د بهېدلو د دوام په مانا ده.

په دې غونډه کې چې په کامې ولسوالۍ کې د سلګونه قومي مشرانو او خلکو په ګډون جوړه شوې وه دولت او طالبان ګرم وبلل شول چې له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا یې جګړو ته زور ورکړی.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له خلکو وغوښتل چې د جګړې د پلویانو پر وړاندې یو موټی شي.

ښاغلي عمر د نړۍ په کچه د زړو دښمنیو د ختمېدو یادونه وکړه او ویې ویل: "ولې، تر کومه پورې؟ یهودان له اماراتو او بحرین سره کېني سوله کوي، طالبه ولې زما له ولس سره سوله نه کوې، ولې مې بېګناه وژنې، دا کوم اسلام دی؟"

له دې مخکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلکو په ورته ولسي غونډو کې د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو غوښتي دي چې ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسېږي څو په هېواد کې د څلورو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لورو مرکچي پلاوو، د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته تراوسه لا د خبرو د کړنلارې پر اساساتو موافقه نه ده کړې.