په امریکا کې د ایران د مالي خدماتو د یوه شرکت بنسټګر او اجراییه مشر په نږدې دوه کلن بند محکوم شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، پر ۳۳ کلن سعید سجاد شهیدیان د داسې کار و بار د پرمخ بېولو تور دی، چې په ایران کې یې له خلکو سره د امریکا له بندیزونو په سرغړونه کې مرسته کړې ده.
شهیدیان چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پر خپل جرم اعتراف کړی و، پرون محاکمه شو.
دی چې د ایران تابعیت هم لري، د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر میاشت په لندن کې نیول شوی او سږکال امریکا ته وسپارل شو.
سعید سجاد شهیدیان د پېمینټ-۲۴ په نوم یوه انټرنېټي کمپنۍ چلوله چې د امریکا د خزانې وزارت په حواله د خپلو خدماتو له درکه یې له خلکو پیسې اخیستې او دغو خدماتو ایرانیانو ته زمینه برابره کړې وه، چې په امریکا کې په انلاین بڼه شیان رانیسي.
د امریکا د قوانینو له مخې ایران ته د امریکایي تجارانو صادرات منع دي.