د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو په ټلوېزیوني بحثونو کې ګډون وکړ

د انځور شي لورته جوبایډن او چپ لور ته ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې یې سیال جوبایډن په دوو جلا ټلوېزیوني خپرونو کې د خلکو پوښتنې ځواب کړې.

هغه مناظره چې په پام کې دواړه په کې برخه واخلي، لغوه شوه او دواړه کاندیدان په دوو ټلوېزیوني بحثونو کې په جلا جلا ډول راڅرګند شول.

ولسمشر ټرمپ د فلوریډا ایالت په میامي کې د یوه ساعت لپاره پوښتنې ځواب کړې او جو بایډن د پنسلوانیا ایالت په فلادلفیا کې.

ولسمشر ټرمپ د اول وار لپاره وویل، چې دی به د عادلانه ټاکنو نتیجه ومني، خو زیاته یې کړه، چې دی غواړي دا ټاکنې صادقانه وي.

جوبایډن بیا په خپلو څرګندونو کې پر ولسمشر ټرمپ د کرونا وبا د مهارولو په تړاو انتقاد وکړ او ویې ویل ولسمشر خپل مسوولیت نه دی ادا کړی بلکې تر ډېره یې د وڼدو د مارکېټ پر ادلون بدلون تمرکز کړی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نوامبر پر درېیمه کېږي.