نن د اکتوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده.
د هغې څېړنې له مخې چې د افغانستان د احصاییې ادارې دوه کاله مخکې خپره کړې ده د افغانستان په سلو کې ۵۴،۵ وګړي د بېوزلې تر کرښې ټیټه کچه کې ژوند کوي خو نړیوال بانک په خپل یو وروستي راپور کې ویلي دي چې د کورونا د وبا له خپرېدو وروسته د محدودیتونو په نتیجه کې احتمالاً په افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ کچه په سلو کې تر دوه اویا پورې لوړه شوې ده.
په راپور کې راغلي چې نژدې ۱۵ میلیون افغانان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګېدلو محدودیتونو او د ښارونو د قرنطین له وجې د جدي اقتصادي زیانونو له ګواښ سره مخامخ دي.