ټاکل شوې نن ماښام د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پایلوبه ترسره شي.
په دغې سیالۍ کې چې د ماښام شپږ بجې پيلېږي شاهین اسمایي او سیمرغ البرز لوبډلې ډګر ته ښکته کېږي.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف یې د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "سیمرغ البرز لوبډله ۷ کاله وروسته پایلوبې ته رسېدلې، دا ټیم د تېرو کلونو په وروستیو لوبو کې تل ناکامېده، سږ کال د اتلولۍ لپاره د دغه ټیم چانس ډېر لوړ دی، بل لورته شاهین اسمایي هم چې اتله لوبډله ده نه غواړي چې د دریم ځل لپاره د اتلولۍ چانس له لاسه ورکړي."
د فوټبال دغه نهم پړاو لیګ د تلې میاشتې په دویمه نېټه پيل شوی او اتو لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.