د کندهار چارواکي: د دهلې بند د لومړۍ برخې رغونه بیا پیل شوه

د کندهار والي او نورو مسئولین د پروژې د پرانیستو پرمهال

د کندهار د دهلې د بند د لومړۍ برخې رغونه له اوږده ځنډ وروسته د آسیايي پراختیايي بانک په نږدې ۵۹ میلیون ډالره مالي مرسته بیا پیل شوه.

د آزادۍ راډیو خبریال راپور راکوي چې د دې پروژې د رغونې چارې پرون د تلې په ۲۴مه پرانیستل شوې.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي خلکو ته د دې پروژې د ګټو په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:"له دې پروژې سره به ۴۶ زره هکتاره نوې زراعتي ځمکه ایجاد شي چې ۱۲ زره کسانو ته به د دایمي کار زمینه په کې برابره شي او همداراز ۱،۲ میلیون کسان به له دې څخه مستقیمه ګټه پورته کړي."

ښاغلی بهیر وايي چې د دهلې بند به په څلورو پړاوونو کې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا او د کرنې او مالدارۍ د وزارتونو او همداراز د اوبو لګولو او د اوبو د تنظیم د ملي ادارې له خوا عملي شي.

د کندهار د والي ویاند زیاتوي چې د دې پروژې په پلان کې په شپږو ولسوالیو کې د کانالونو جوړول، د څښاک د اوبو رسول، د بند د ارتفاع لوړول او د بریښنا د تولید د فابریکې جوړول شامل دي.