د افغانستان په دوو ولایتونو کې څلور قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په غزني ولایت کې درې قاچاق کوونکي له ۱۵کیلوګرامو ښیښې سره نیولي دي.
په دوهمه پېښه کې پولیسو په فاریاب ولایت کې یو قاچاق کوونکی نیولی چې غوښتل یې یو کیلوګرام هیرویین په خپله خېټه کې د میمنې ښار ته قاچاق کړي.