د کابل پولیسو د ۴۰کیلوګرامو چرسو د قاچاقو مخه نیولې

ارشیف

د کابل پولیسو د څلوېښت کیلوګرامو چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل، د خیرخانې کوتل په سیمه کې یې څلوېښت کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د هېواد له شمال څخه یې په یوه موټر کې کابل ته قاچاق کول.

د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نیول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.