په تخار کې نږدې ۳۰ کیلوګرامه هیرویین نیول شوي

ارشیف

په تخار ولایت کې نږدې ۳۰ کیلوګرامه هیرویین ونیول شول.

د میزان د میاشتې پر ۲۲ نېټه د تخار ولایت د رُستاق ولسوالۍ په خانقاه سیمه کې ۲۹ کیلوګرامه هیرویین هغه مهال ونیول شول چې د بدخشان له شهر بزرګ ولسوالۍ څخه په یوه موټر کې وړل کېدل.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې د موټر چلوونکي په ګډون دوه کسان هم نیولي دي.