'له وروستیو جګړو بې‌شمېره ټپي طالبان د کوېټې روغتونونو ته وړل شوي'

ارشیف، د کوټې یوه روغتون ته د یوه ټپي کس لېږدول. (انځور تزئیني بڼه لري)

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د طالبانو سرچینې وايي، د افغانستان له وروستیو جګړو د دغې ډلې بې‌شمېره ټپیان د کوټې ۸ روغتونونو ته راوړل شوي دي.

دې سرچینې نن پنجشنبه، د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې اکثره ټپیان له هلمند څخه د کوټې روغتونونو ته راوړل شوي.

وسله‌والو طالبانو د روانې اوونۍ له پیله د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه ښار پر شاوخوا او همداراز پر نادعلي او ناوه ولسوالیو سختې حملې پیل کړې چې لا هم روانې دي.

راپورونه وايي چې په دې جګړو کې دواړو خواوو ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې دي.

په کوټه کې طالب سرچینه وايي، د دې ښار روغتونونو ته تل هغه طالبان راوړل کېږي چې د افغانستان په جګړو کې ټپيان کېږي، خو په وروستیو ورځو کې بې‌شمېره ټپیان راوړل شوي دي.

سرچینې د ټپیانو دقیق شمېر ونه‌ښود.