کابل پولیسو د پلورونکو، کراچي‌وانانو او موټر چلوونکو بایومټریک پیل کړ

ارشیف، د بایومټریک پروسه

د کابل پولیسو د جنایي او ترهګریزو پېښو د مخنیوي د یوې هڅې په خاطر دغه ښار کې د سړک د سر پلورونکو، کراچي‌وانانو او موټر چلوونکو د بایومټریک بهیر پیل کړ.

امنیه قومانداني وایي، تر اوسه‌یې ۸۰۲ دغه کسان په دوهمه حوزه کې بایومټریک کړي او دغه لړۍ د ښار بېلابېلو سیمو کې روانه ده.

دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې دغه ښار کې وروستیو شپو ورځو کې جنایي جرمونه او په وړاندې یې د خلکو شکایتونه ډېر شول.

پلازمېنه کې خبریالانو، فعالانو او ځوانانو د دوهم ځل لپاره (کابل امن نه‌دی) کمپاین هم پيل کړی دی.

د کابل پولیس وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د بېلابېلو جنايي جرمنو په تړاو له ۲۰ زیات کسان نیولي دي.