د پکتیکا پولیس وایي، دغلتهیې د ملا عبدالکریم په نوم د طالبانو د کوټې شورا یو غړی وژلی دی.
د والي ویاند شاه محمد ارین وایي، نوموړی نن جانيخېلو ولسوالۍ کې له خپلو ملګرو سر په لاره و چې د کشفي ځواکونو له کمین سره مخ شو.
ارین وایي، دغې نښته کې امنیتي سرتېرو ته زیان نهدی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.