لغمان کې چاودنې ۳ تنه وژلي

د لغمان په مرکز مهترلام کې چاودنه شوې

د لغمان په مرکز مهترلام کې چاودنې ۳ تنه ووژل.

د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا ۹ نیمې بجې د لغمان د امنیه قوماندانۍ د پولیسو استخباراتو په موټر پسې د نښلول شوي ماین له کبله وشوه.

دی وایي، چاودنه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.