'فاریاب کې طالبانو یو پلار او زوی پولیسو ته د اوبو د ورکړې په تور وژلي'

د فاریاب نقشه

د فاریاب پولیس وايي طالبانو تېره شپه یو بوډا سړی او د هغه زوی په دې خاطر په ډزو وژلي چې پولیسو ته‌یې د څښلو اوبه ورکړې وې.

دا خبره د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل: "تېره شپه طالبان د ګرزیوان ولسوالۍ افغان تپې کلي ته تللي. هلته‌یې یو بوډا سړی او د هغه زوی د کلاشنیکوف په ډزو سره وژلي دي. په دې جرم چې ولې یې امنیتي ځواکونو ته اوبه ورکړې وې."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د افغان چارواکو د خبرو په ځواب کې څه نه‌دي ویلي.