'هلمند کې د ملي اردو د ۲ هلیکوپټرو لګېدو ۱۹ کسان وژلي'

د هلمند نقشه

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه هلیکوپټرې سره لګېدلي چې په‌کې ۱۹ کسان وژل شوي.

د پولیسو یوه مسؤل چې ویل‌یې د موضوع د حساسیت لپاره‌یې باید نوم خپور نه‌شي ازادي راډیو تأیید کړه چې په وژل شویو کې ۴ پيلوټان او ۱۵ افغان کمانډو ځواکونه شامل دي.

سرچینه وايي یادو هلیکوپټرو نن شپه شااوخوا یوه نیمه بجه ناوې ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونه ښکته کړل او په بېرته پورته کېدو سره چې ټپیان‌یې بار کړي و سره ولګېدې او اور یې واخیست.

په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر رسنیو څو ډوله راپور کړی په ځینو کې ۱۵ یاد شوي او په ځینو نورو کې بیا ۸ تنه ښودل شوی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې پېښه تأییدوي، خو د وژل شویو او ټپیانو جزئیات نه‌ورکوي.

د هلمند په ناوې، نادعلي او د مرکز لښکرګاه په ځینو سیمو کې د افغان پوځیانو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ له تېرو درېیو ورځو راهیسې جګړې روانې دي.