د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل له ارمنستان او اذربایجان څخه وغوښتل چې اوربند رعایت کړي.
بورېل له دواړو لورو دغه غوښتنه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو په مشرۍ د مېنسک ګروپ هم پرون له ارمنستان او اذربایجان وغوښتل چې د اوربند پر ژمنو عمل وکړي او پر غیر پوځي سیمو له حملو ډډه وکړي.
د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې چې د نګورنو قرهباغ پر سر د دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي، پهکې د دواړو لورو په سلګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ټویټ کې د خلکو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي چې له سولهییزې لارې د نګورنو قرهباغ د لانجې هواري ته ژمن دي.
د هغه اوربند سره چې د اکټوبر په ۱۰مه په مسکو کې ترلاسه شوی، پرون هم د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ نښتې روانې وې.
دواړه لوري یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورنوي.