په نورستان کې د روغتیايي کارکوونکو د کار نهکولو اعتصاب ۱۴مې ورځې ته وغځېده.
په دغه ولایت کې ډاکتران او روغتیایي کارکوونکي وايي چې ورته د څلورو میاشتو معاشونو او نور امتیازات نهدي ورکړل شوي او په کلینیکونو کې د درملو د نشتوالي په وجهيې ۱۴ ورځې وړاندې کاري اعتصاب کړی، خو تر اوسهیې چا غوښتنو ته پام نهدی کړی.
د وانت د روغتیايي مرکز مسؤل ډاکتر سید حسیب سیدي پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د امتیازونو ۴۰ فیصده هم چا نهده راکړې، نه چا پرې غور کړی دی. نهیې تنخواوې راکړې دي. تېر کالیې شپږ میاشتې تنخواوې نهوې راکړي سږ کال څلور میاشتې کېږي چې تنخواوې یې نهدي راکړي. د درملو کمښت لرو. موږ او خلک ټول له ستونزو سره مخ یو."
په نورستان کې چارواکي هم مني چې د روغتیايې کارکوونکو کاري اعتصاب لاهم دوام لري او دوی یې غوښتنې او ستونزې د عامې روغتیا له وزارت او دغهراز له ولسمشر سره شریکې کړې دي.
روغتیایي کارکوونکي وایي تر هغو چې د دوی غوښتنې منل شوې نهوي روغتیایي مرکزونه او کلینیکونه به بېرته نهپرانیزي.
په نورستان کې ټول ۴۲ روغتیایي مرکزونه موجود دي چې له ۲۴۰ زیات ډاکتران او نور روغتیایي کارکوونکي پهکې دندې اجرا کوي.