د افغانستان ولسمشر وایي، افغانان د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره یوه قانوني نظام ته اړتیا لري او دغه نظام هم د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږي.
اشرف غني دغه څرګندونې پرون د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا په کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، وکړې.
په دغه کنفرانس کې د ټولو امنیتي ارګانونو او د نورو اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
ښاغلي غني په هلمند کې روانې جګړې ته په اشاره وویل چې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اقدامات د هغوی د لوړو وړتیاوو څرګندونه کوي.
د ارګ په وېبپاڼه کې په دې اړه د ولسمشر غني د څرګندونو نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې وسلهوالو طالبانو لښکرګاه ته نږدې د باباجي په ګډون ډېرې سیمې نیولې دي.