هلمند کې د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي

هلمند کې د جګرې له امله بې‌ځایه شوي خلک

د هلمند ولایت چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د جګړو له کبله تر ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو، مرکز لښکرګاه ته بې‌ځایه شوي دي.

د هلمند د کډوالو چارو رییس، سید محمد رامین نن ازادۍ راډیو ته وویل، د کورنیو د بې‌ځایه کېدو لړۍ لا هم روانه ده.

هغه زیاته کړه: "د دې اوونۍ په جریان کې تر دا ننه پورې چې موږ ثبت کړي، پنځه زره او سل کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او لښکرګاه ته راغلي دي، د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده."

په کابل کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا وایي، په هلمند کې د دغو بېځایه شویو لپاره یو لنډمهاله کمپ جوړوي.

د هلمند په مرکز لښګرکاه او ځینو سیمو کې له څو ورځو راهیسې جګړې روانې دي، چې په دغو جګړو کې ملکیانو او پوځیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.