د افغانستان د قالینو صادرات ۴۰ سلنه راکم شوي

ارشیف

د افغاني غالیو د ټولنې چارواکي وايي، د کرونا ویروس له پراختیا وروسته د قالینو د صادراتو کچه ۴۰ سلنه راټيټه شوې ده.

د دغې ټولنې عمومي مسؤل عبدالقهار خوش خلق نن ازادي راډيو ته وویل، چې تېرو کلونو کې دغې ټولنې ۳ زره متر مربع صادرات لرل خو اوس دغه صادرات په میاشت کې ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ متر مربع پورې راکم شوي دي.

د ښاغلي خوش خلق په خبره، د افغانستان کورني تولیدات تر ډېره له مزارشریف، اقچه، لغمان، کابل او جلال اباد څخه دي.

د نوموړي په وینا،د صادراتو کمښت لامل دا دی، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پروازونه کم شوي دي.

د افغاني غالیو د ټولنې په وینا، د افغانستان د غالیو صادرات تر ډېره امریکا، اسټرالیا، جرمني او هند ته کېږي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له قرنطین وروسته تر ډېره افغانستان نه اماراتو، هند، عربستان، قطر او بحرین ته پروازونه عادی شوي دي.