په هرات کې د لسګونه صرافانو کاري اعتصاب

د هرات د صرافانو ټولنې مشر وايي، روان لمریز کال په دې ولایت کې د صرافانو د اختطاف ۷ پېښې ثبت شوې دي.

په هرات ولایت کې په لسګونو صرافانو د تښتونو د زیاتېدو په اعتراض کاري اعتصاب پیل کړ.

د صرافانو ټولنې مشر بهاالدین رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دا اقدام یې د یوه صراف اسماعیل محمدي د اختطاف په عکس العمل کې وکړ.

هغه زیاته کړه: "هم د دې قضیې په او هم د نورو اختطافونو په تړاو صرافاتو اعتصاب پیل کړی دی، نن کاري اعتصاب روان دی، مارکېټ تړلی دی، وبه ګورو چې څه کېږي."

د هرات د صرافانو ټولنې مشر وايي، روان لمریز کال په دې ولایت کې د صرافانو د اختطاف ۷ پېښې ثبت شوې دي.

د هرات ولایت چارواکو د اسماعیل محمدي د تښتول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، دا هم معلومه نه ده چې دغه صراف چا یا کومې ډلې تښتولی دی.