پکتیا چارواکي: طالبانو د یوه قومي مشر په ګډون ۳ تنه وژلي

د پکتیا مرکز ګردیز ښار یوه څنډه

په پکتیا ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو د یوه قومي مشر په ګډون ۳ تنه وژلي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ سرپرست، لطف اله کامران ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه هغه وخت وشوه، چې وسله والو د ميرزکې ولسوالۍ په یوه کلي کې، د عامو خلکو پر کورونو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه؛ "د میرزکې ولسوالۍ په خلیلانو کلي کې پر کورونو تهاجمي حملې کړي، چې په نتیجه کې یې متاسفانه درې نفره عام وګړي چې یو یې قومي مشر و، شهیدان شوي دي."

د دې پېښې چې لا یې چا مسئولیت نه دی منلی، د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي وسله وال طالبان هغه قومي مشران په نښه کوي، چې د سولې او نظام د ملاتړ تر څنګ په سیمه کې پر خلکو نفوذ لري.