طارق ارین: تېره میاشت ۲،۱۸۱ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې يې شااوخوا ۲۲۰۰ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۱مه نېټه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل، دا کسان د بېلابېلو جرایمو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي ارین وویل: "د تېرې یوې میاشتې پر مهال ۲،۱۸۱ مشکوک کسان نیول شوي دي. پر دوی د بېلابېلو جرمونو تور دی چې په‌کې تښتول، وژل، د غچ اخیستلو وژنې او د عامه نظم د اخلال تورونه شامل دي."

دا نوي ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې خلک د جنایي جرمونو له زیاتېدو اندېښمن شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د شنبې په ماښام د تلې په ۱۹مه نېټه د پولیسو ځواکونو ته امر وکړ چې پر مجرمینو ډزې وکړي او هغوی له پښو وغورځوي.