کابل کې د پاکستان سفارت: افغانانو ته ویزو ورکولو کې چټګ اقدامات کوو

کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانانو ته به ویزو ورکولو په برخه کې چټګ اقدامات وکړي.

د دې سفارت په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې په ۲۱مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې په جلال‌اباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې د پاکستان قونسلګریو افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

د ویزو د نوې پالېسۍ له مخې، د اوږدوه مهال ګڼې ویزې هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې د درملنې، کورنیو چارو، سوداګرۍ، زده‌کړو او داسې نورو کارونو لپاره پاکستان ته ځي.

د اعلامیې له مخې د پاکستان ویزې وړیا دي او غوښتنلیک ته اړتیا نه‌شته، خو د سوداګرۍ په کټګورۍ کې د پاکستان ویزه یو مقدار فیس لري.

په اعلامیه کې دا نه‌دي راغلي چې ایا دا نوې پالېسي به سر له سې شنبې عملي کېږي که څنګه.

هر کال ګڼ شمېر افغانان د سوداګرۍ، درملنې او بېلابېلو دلایلو په خاطر پاکستان ته ځي.