د اذربایجان په نګورنو قرهباغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
دواړه لوري یو بل د روسیې په منځګړیتوب د نافذ شوي اوربند په ماتېدو تورنوي.
دغه اوربند د اکټوبر پر ۱۰مه په مسکو کې وشو.
د اذربایجان دفاع وزارت نن ارمنستان تورن کړ چې د اوربند تړون ته ژمن نهدی او زیاتوي چې د دغه هېواد ځواکونو په پرلهپسې ډول هڅه کړې چې د اذربایجان پوځي اهداف په نښه کړي.
اذربایجان وایي ارمنستان پرون په ګنجه ښار کې پر ملکي اهدافو راکټي بریدونه کړي او په ځواب کې دوی پر ارمني ځواکونو هوایي بریدونه وکړل.
ارمنستان دا ادعا رد کړې.
په نګورنو قرهباغ سیمه کې د سپټمبر له ۲۷مې نېټې راهیسې تازه جګړې پیل شوي چې د راپورونو له مخې سلګونه سرتېري او ملکي وګړي پهکې وژل شوي دي.