کندز کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۵ ملکیان وژلي

ارشیف، کندز کې حمله (انځور تزئیني بڼه لري)

د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي نن په کندز ولایت کې د هاوان مرمۍ په لګېدو وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷ تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي.

فواد امان وایي دا هاوان مرمۍ وسله‌والو طالبانو نن سهار پر ښار توغولې ده.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې نږدې ۱،۳۰۰ ملکي وګړي د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.