امریکايي ځواکونو په هلمند کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي حملې کړي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.

ساني لګېت نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د هلمند د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې لا هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو خال خال ډزې اورېدل کېږي.

تر دې یوه ورځ دمخه وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه، د درېیمې حوزې ځینې برخې او هم په نادعلي ولسوالۍ کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو څخه ونیولې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ځانګړي ځواکونه سیمو ته رسېدلي چې یادې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي زرګونه کورنۍ د جګړو له سیمو څخه وتلي دي.