اندرابي د کابل جنایي مدیرانو ته د مجرمینو د پېژندنې او نیولو امر کړی

مسعود اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د کابل ښار ټولو جنایي مدیرانو ته د مجرمینو د پېژندنې او نیولو امر کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر د ښاغلي اندرابي د دې امر په اړه خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر پر مجرمینو د ډزو اجازه ورکړې وه.

په پلازمېنه کې د وروستیو ناامنیو په دوام د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي تېر ماښام شااوخوا ۷:۴۵ دقیقې وسله‌والو غلو، د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.